پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د پیسو نړیوال صندوق په څلورم پړاو ارزونه کې د افغانستان له مالي او اقتصادي اصلاحاتو هرکلی وکړ
د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۹ مه- د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د پیسو نړیوال صندوق(IMF) له خوا د افغانستان د مالي او اقتصادي اصلاحاتو څلورم پړاو ارزونې د پایلو په اړه کډ خبري کنفرانس جوړ شو.
د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د هېواد په اوسنیو حالاتو کې د اقتصادي ثبات ساتنه، په ټیټه کچه د تورم ساتنه، د اسعارو د زیرمې ډیریدل او د هېواد مالي نظام د ټینګښت له هڅو څخه د پیسو نړیوال صندوق تائیدول، د افغان حکومت لپاره یوه ستره بریا ګڼل کيږي.
ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د پیسو نړیوال صندوق د راپور له مخې د سیمه ایزو هېوادونو پولي ارزښت له کمیدو سره سره د افغانۍ پیسو ارزښت د ۲۰۱۸ تر اکټوبر میاشت کابو ۹ سلنه کمښت موندلی او د سیمې هېوادونو په پرتله تر ټولو لږ کمښت دی چې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د افغانستان د ټیټ تورم ښودنه کوي.
دغه راز د مالي وزیر ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي هم د پیسو نړیوال صندوق له ارزیابۍ څخه په بریالیتوب وتلو ته په اشارې سره وویل چې د پیسو نړیوال صندوق له دې ارزونې وروسته بیا خپل فعالیتونه د یوه کال لپاره وغځول او په همدې بنسټ یې له افغان حکومت سره ۶.۲ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه. ښاغلي قیومي زیاته کړه چې د خوښۍ ځای دی چې افغانستان د وچکالۍ او له امنیتي ستونزو سره سره وکولای شول چې اصلاحي پروګرامونه او ژمنې په بریالۍ توګه پلي کړي.
د یادونې وړ ده چې د پیسو نړیوال صندوق څلور پړاو ارزونه کې د ملي عوایدو راټولیدل، د ملي بودیجې په ترتیب اصلاحات، د مالي ثبات ساتنه، اقتصادي وده، د تورم نرخ کنترول، د هېواد د اسعارو زیرمه، له فساد سره مبارزه او د هېواد د مالي نظام د ټینګښت شاخصونه شامل دي. همدا ډول په دې ارزونه کې هغه ژمنې چې د افغانستان دولت د مالي سکتورونو د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ، له اداري فساد سره د مبارزې، د عوایدو په راټولولو، له مالي جرایمو سره مبارزه، د پیسو وينځلو د پروسې څخه مخنیوی، د ملي بودیجې روڼ لګښت، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او کار موندنې په اړه له نړیوالو په ځانګړي توګه د پیسو نړیوال صندوق سره کړې وې، تر څیړنې او پلټنې لاندې ونیول شوې.
یاده ارزونه هم د پیسو نړیوال صندوق د اجرائیوي بورډ له خوا تائید شوه او د پیسو نړیوال صندوق د اجرائیوي کمیټې د تائید په صورت کې بیا له افغانستان سره د مرستې ژمنه وشوه.