د افغانستان بانک د عالي شورا درې میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۷ مالي کال د لیندۍ میاشتې په ۲۷ او ۲۸ نېټه د عالي شورا د رئیس او د افغانستان بانک د رئیس په مشرۍ غونډه ترسره کړه.

د افغانستان بانک عالي شورا له اجنډا سره سم د تیر مالي کال په اوږدو کې د څارنیزو مسائلو، د پولي سیاست، حقوقي اډانې، د مالي نظام د ټیکاو او ټینګښت، د مدیریتي چارو او د داسې نورو اړوندو موضوعګانو په برخو کې د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو راپورونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول چې تر ټولو مهمې طرحه شوې موضوعګانې یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

په پیل کې د افغانستان بانک عالي شورا د هېواد اقتصادي وضعیت چې اقتصادي وده او د ۱۳۹۷ مالي کال له پیل څخه د روان کال د لړم تر ۲۸ نېټې پورې د پولي سیاست د تطبیق راپور، د بدلونونو لاملونه، د انفلاسیون د نرخ وضعیت، د اداینو بیلانس، د هېواد د پولي او اسعاري سیاست موخې او اډانه، د پولي سیاست ابزارونه، د پولي زېرمو د ودې بهیر، د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ او د بانکي نظام وضعیت رانغاړي، تر بحث لاندې ونیول.

د افغانستان بانک عالي شورا د غونډه په اوږدو کې په اسلامي بانک د دودیزه بانک د بدلولو مقرره او د اسلامي بانکوالۍ د شتمنیو د ډله بندۍ او د خسارې د جبران د تخصیص مقرره چې هر یو یې په ترتیب سره په ۱۴ پاڼو او ۱۶ پاڼو کې د افغانستان بانک د شرعي بورډ لخوا تائید شوې وه، منظور کړې.

د افغانستان بانک عالي شورا د کمزوره بانکونو پر وړاندې د افغانستان بانک ستراتیژي د پرنسیپ پر اساس منظور کړه او د مالي چارو د څارنې آمریت ته یې دنده ورکړه څو د عالي شورا د لارښوونو سره سم، په ستراتیژۍ کې د مهال ویش او بڼې له پلوه لازمه تعدیلات راولي او د تصویب په موخه یې د افغانستان بانک د عالي شورا راتلونکي غوندې ته وړاندې کړي.

د غونډې په دوام کې د افغانستان بانک عالي شورا د افغانستان بانک د اړیکو پالیسي چې د عامل پلاوي لخوا تائید شوې وه، منظور کړه او د ریاست د دفتر لوی آمریت ته یې دنده وسپارله څو د افغانستان بانک د اړیکو د پالیسۍ سرلیک د افغانستان بانک د اړیکو او معلوماتو په لایحې بدل کړي او په هغه کې د عالي شورا د یادونو سره سم لازمه بدلونونه راولي او په اړه یې د عالي شورا رتلونکي غونډې ته راپور ورکړي.

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د پولي سیاست د راپور له اوریدو وروسته، د پولي سیاست د ۱۳۹۸ مالي کال پلان تائید او د بهرنیو اسعارو د لیلام په مقرره کې وارد شوي تعدیلات چې په (۱۵) پاڼو کې د افغانستان بانک د عامل پلاوي لخوا تائید شوي ؤ، منظور کړل.

د افغانستان بانک د وارداتي لیټراف کریډیټونو کړنلاره چې د عامل پلاوي لخوا په (۱۱) پاڼو کې تائید شوې وه، د عالي شورا په غونډه کې له بحث او د نظرونو د تبالې وروسته منظور شوه.

د یادونې وړ ده چې د بانک عالي شورا په بانک کې د تصمیم نیولو تر ټولو لوړه مرجع ده چې په هرو دریو میاشتو کې غونډه ترسره کوي او د سیاست جوړونې، د بانک د کړنو د طرحې، د اجرااتو او لاسته راوړنو په بېلابېلو موضوعګانو باندې بحث او نظرونه تبادله کوي او د بانک او بانکي نظام د ښه والي په موخه لازمه پریکړې کوي.