د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د بریښنایي ورکړې سیستم د پراختیا طرحه د اقتصادی د عالي شورا د 30 ګڼې، 10/07/1397 نیټې تصویب له لارې منظور شوه.

 د دې تصویب پر بنسټ، د دولت د عوایدو ټولو ورکوونکو او سوداګرو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان بانک، په اداینو کې د لا اسانتیا، په خپل وخت د اجرااتو او سوداګرو او دولت د عوایدو ورکونکو لپاره د خطرونو د کمولو په موخه دولتي تعرفې په ځانګړې توګه د سترو او منځنیو مالیاتو او ګمرکي عوایدو چې کچه یې له پنځوس زره افغانۍ زیاته وي، په بريښنایي توګه له لاندې مهال ویش سره سم اجراء کوي:

-1 په کابل کې د 1397 د سلواغې له لومړۍ نیټې څخه

2-  په بلخ، ننګرهار، پکتیا، هرات او کندهار کې د 1397  کال د کب له لومړۍ نیټې څخه

3- د افغانستان په نورو ولایتونو کې د 1398 مالي کال د وري د میاشتي له لومړۍ نیټې څخه

له پورته نیټو وروسته، د افغانستان بانک، په نمایندګیو کې له پنځوس زره افغانۍ زیاتې نغدي معاملې نه تر سره کیږي، د دولتي عوایدو د تعرفو د تادیه کوونکي او سوداګر کولای شي خپل اړوند حساب ته په مرکز کې د سواګریزو بانکونو او د دې بانکونو د ولایتي نمایندګیو له لارې خپلې لیږدونې تر سره کړي.

د عوایدو ورکونکي، د زیاتو معلوماتو لپاره کولای شي په لاندې ټیلیفوني شمیرو اړیکه ونیسي.

0202102938

0202102209