پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک د دوو آمرینو کړنې وستایل شوې
د ۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶ مه - د افغانستان بانک مشر تابه پلاوي د دوو آمرینو د ستایلو په موخه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه کړه.
د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د یوې غونډې په ترڅ کې د مالي چارو د څارنې آمر ښاغلي سلیم صلاح او د تدارکاتو آمر ښاغلي اباسین مل له کړنو ستاینه وکړه.
ښاغلي صدیق زیاته کړه چې د ادارې اصولو پربنسټ تر ټولو مهمې چارې مکافات او مجازات دي او د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی ځان ژمن بولي چې خپل ریښتیني، بریالي او کارپوه کسان وستایي او ترڅنګ یې هغه کسان چې کارونه یې تت او له ستونزو سره مخ وي مجازات کړي، خو د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان بانک کارکوونکي ستایل کېږي.
د افغانستان بانک تل هڅه کړې ترڅو ټول چارې یې رڼې او دقانون په رڼا کې ترسره شي چې له څه مودې راهیسې له سوداګریزو بانکونو څخه څارنه او نور مالي او تدارکاتي چارې د ملي تدارکاتو ادارې په همغږۍ په ښه توګه ترسره شوي دي.
د افغانستان بانک ټینګار کوي چې د مالي نظام پاکوالی لپاره خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي او په هېواد کې ټولې مالي کړنې د نړیوالو د باور او اعتماد ترڅنګ رڼې او د مالي قوانینو تر سیوري لاندې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر، د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي او ګڼ شمېر آمرینو هم ګډون کړی وو.