پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک په مالي سکتور کې د وروستیو لاسته راوړونو او بدلونونو په اړه غونډه
د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲ مه- د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې په مالي سکتور کې د وروستیو او نویو بدلونونو په اړه چې د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال په ترڅ کې په د افغانستان بانک کې رامنځته شوي دي، رڼا واچوله.
د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د افغانستان بانک مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه پراختیا ورکړې، ځکه په ۱۳۹۷ کې د ټکټانې په نرخ کې کموالی رامنځته شوی دی. د ۱۳۹۶ کال په ترڅ کې د ټکټانې منځنی نرخ ۱۳.۱۷ وو، خو د ۱۳۹۷ کال په وروستیو کې دغه نرخ ۱۲.۰۲ ته را ټیټ شوی او د ټکټانې ټیټ نرخ ۳ سلنه ثبت شوی دی.
ښاغلي صدیق زیاته کړه چې له سوداګریزو بانکونو څخه د پورونو د ترلاسه کولو لپاره د تضمین په شرایطو کې بدلون راغلی چې د کرنې او صنعت سکتور ته لومړیتوب ورکړل شوی، د لویو پورونو په پرتله وړو پورونو ته لومړیتوب ورکړل شوی، د وړو او منځنیو پورونو د ترلاسه کولو لپاره عرفي قباله، د دولتي ملکیت سند، پرته له جایزي بیع څخه شرعي قباله او د وړو پورونو لپاره شخصي ضمانت هم منل کېږي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر هم په خپل وار سره د افغانستان بانک په مالي لاسته راوړونو تم شو او د افغانۍ د ثبات ترڅنګ یې د انفلاسیون په مخنیوي، د بیو په ثبات رڼا واچوله او افغانۍ یې د سیمو د هېوادونو په پرتله یو با ثباته پولي واحد وباله.
ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د اقتصادي ودې او مالي کړنو د روڼوالي په موخه خپلې هلې ځلې جاري وساتي او د اقتصادي پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.
د افغانستان بانک د ۱۳۹۷ کال په ترڅ کې د پورونو د ترلاسه کولو او د مالي ودې په موخه ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړي او د دې ترڅنګ یې مالي خدمتونو ته پراختیا ورکړې چې د تېرو کلونو په پرتله اوس مهال ډیرۍ کسان ورته لاسرسی لري.
د افغانستان بانک مشریز پلاوی د وینا پربنسټ ځینې کسان چې مالي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او یا هم نه غواړي له دې اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي، اصلي لامل یې د مالي پوهې کموالی دی، چې له نیکه مرغه د افغانستان بانک د مالي موضوعاتو او مفاهیمو د پوهې د لوړوالي په موخه (مفاهیم مالی و بانکی به زبان ساده) تر عنوان لاندې د مالي خدمتونو د پراختیا آمر مشر ښاغلي میر احمد شکیب له خوا یو کتاب ترتیب شوی چې د ګڼ شمېر هېوادوالو په واک کې به ورکړل شي.
دغه راز د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي له ټولو سوداګریزو بانکونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په اقتصادي وده کې سهم واخلي او له هغو بهرنیو بانکونو چې په افغانستان کې فعالیت لري هم هیله وکړه چې د افغانستان په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
دیادونې وړ ده چې په دې خبري غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر سربیره د افغانستان بانک ګڼ شمېر آمرینو، د سوداګریزو بانکونو مشرانو، سوداګرو او ګڼ شمېر صنعت کارانو ګډون کړی وو.