د افغانستان بانک د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړول، خپل اداري هدفونو ته د رسېدو لپاره یو اصل ګڼي

نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې چې د سلواغې میاشتې په ۹ نیټه باندې خپور شوی، لیکي چې د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو او ظرفیت لوړولو په پام کې نیولو سره اوس د دې جوګه دی چې پولي سیاست په بریا سره تطبیق او اجرا کړي او د هېواد په مالي نظام کې روڼوالی او ثبات تامین کړي.

په دې راپور کې راغلي دي چې د افغانستان بانک توانیدلی دی چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د پانګې اچونې له لارې په ټاکلي وخت او په کره توګه د پولي سیاست اجرا کولو او د هېواد د مالي نظام د روڼوالي او ثبات د تامینولو ظرفیت او وړتیا یې پیاوړې کړې ده.

په دې راپور کې دا هم راغلي دي چې اوسمهال د افغانستان بانک یو پر څلورمه برخه کارکوونکي د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیايي ټولنې (IDA) په مالي مرستې چې د لږ عاید لرونکو هېوادونو لپاره ځانګړي شوی دی، د لیسانس او ماسترۍ په کچه لوړې زده کړو څخه ګټه ترلاسه کوي.

د دې ترڅنګ، په راپور کې راغلي چې د افغانستان بانک په ۲۰۱۸ کال کې توانیدلی دی چې د مالي سکتور د ټینګښت د عاجل ځواب پروژې له لارې د خپلو ۷۰۰ کارکوونکو لپاره په یو شمېر پوهنتونونو کې د لیسانس او ماسترۍ په کچه د لوړو زده کړو فرصتونه برابرې کړي دي.

په همدې حال کې، د افغانستان بانک توانیدلی دی چې د نړیوال بانک په مرسته د داخلي تفتیش، د پیسو د وینځلو سره د مبارزې، مالي او محاسبې او مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسی په برخو کې د بانک دننه او بهر روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي.

په دې برخه کې د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندني لینک ته مراجعه وکړئ:

https://www.worldbank.org/en/news/feature/2019/01/29/central-bank-invests-in-capacity-building-to-strengthen-its-role