د افغانستان بانک لومړي مرستیال د کابل ښار د صرافانو د ټولنې له غړو سره لیدنه وکړه

۱۳۹۷ کال، د کب ۴ مه -  د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د صرافانو د غوښتنو او همدا ډول د صرافانو له خوا د افغانستان بانک ته د راپور ورکونې د بهیر په اړه له صرافانو سره ولیدل.

د غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د پیسو وینځلو د قانون پر بنسټ صرافانو ته لازمې لار ښوونې وکړې او ټینګار وکړ چې د صرافانو له کړنو څخه د ترهګرۍ د تمویل او تورو پیسو د وینځلو په اړه ګټه پورته نشي.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې ټولې مالي معاملې له خوندیتوب څخه برخمنې وي او هیڅ ډول معامله هم د تورو پیسو د سپینولو لامل ونه ګرځي، ځکه صرافان د افغانستان مالي او پولي نظام د پیاوړتیا او پرمختګونو لپاره لارې چارې هواروي او د افغانستان بانک یې هم له قانوني کړنو څخه ملاتړ کوي.

په دې پروګرام کې د صرافانو د ټولنې استازو هم خپلې وړاندیزونه وړاندې کړل او د راپور ورکونې بهیر د لا آسانتیا غوښتنه وکړه، څو صرافان هم په آسانه توګه وکولی شي خپلې مالي معاملې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ځینو آمرینو په ګډون ګڼ شمېر کابل ښار صرافانو ګډون کړی وو.