پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون غونډه جوړه شوه
د ۱۳۹۷ کال د کب ۷ مه- د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون د همکارۍ لومړی غونډه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. د دې غونډې اصلي موخه له پیسو وینځلو سره مبارزه، د ترهګرۍ د مالي سرچینو د له منځه وړل او همدا ډول د پیسو له قاچاقولو او مالي جرایمو څخه د مخنیوي په موخه د طرحې او پالیسۍ رامنځته کول وو.
د افغانستان بانک او د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو د مخنیوي دهمغږۍ عالي کمیسیون رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د دې کمیسیون اصلي دندې د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو له جرایمو څخه د مخنیوي لپاره د طرحې او پالیسي رامنځته کول، له رامنځته شوې پالیسۍ څخه ارزونه او څارنه، د کمیسیون د داخلي همکاریو لپاره د یوه منظم چوکاټ رامنځته کول، د نړیوالو معیارونو او اړتیاوو په ځانګړي توګه د (FATF) یا د نړیوالو مالي اقداماتو د ډلې د وړاندیزیونو مراعت کول، د پیسیو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي د قانون په اړه د وړاندیزونو او تعدیلاتو ارزونه، د اړوند اداراتو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د ښې همکارۍ په موخه د ښوونیزو ورکشاپونو ترسره کول، په ملي او نړیواله کچه د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل او مالي جرایمو څخه د مخنیوي لپاره د همغږۍ ترسره کول، ګڼل کېږي.
ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د اړوندو اداراتو په ښې همغږۍ او همکارۍ سره به د تروریزم له مالي سرچینو، نشه یې توکو، پیسو وینځلو او مالي جرایمو څخه مخنیوي ترسره شي او په دې برخه کې به مثبت اغیز وکړي.
د ملګرو ملتونو د سازمان غړې هم په یاده غونډه کې له یاد کمیسیون سره د مرستې ټټر وواهه او زیاته کړه چې د مالي جرایمو او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوی کولای شي مالي او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.
په پاې کې پریکړه وشوه چې د کمیسیون د پالیسۍ او طرحې د تصویب غونډه به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي، څو د کمیسیون د همکارۍ او د اړوندو ادارو د همغږۍ چارې کړندۍ شي.
د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخینوي قانون د دري دېرشمې مادې پربنسټ یاد کمیسیون د ۱۰ دولتي ادارو په ګډون رامنځته شوی چې د ترهګرۍ د تمویل او مالي جرایمو څخه د مخینوي لپاره د ښې همغږۍ او همکارۍ له لارې خپلې کړنې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لوی رئیس سربېره د مالیې، عدلیې، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، د نشه توکو پروړاندې د مبارزې وزارتونو ، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا او ملي امنیت ریاست استازو او د افغانستان د مالي معاملو او راپورنو د څیړنې مرکز مشرتابه پلاوي ګډون کړی وو.