د افغانستان بانکدارۍ او مالي انیسټیټیوت مسئول د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ ربعې د کړنو راپور وړاندې کړ

د ۱۳۹۸ کال د وری ۱۲ مه - د   AIBFد مدیره پلاوي غونډه، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او د AIBF مدیره پلاوي مشر ښاغلي واحدالله نوشیر تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. په غونډه کې  د AIBF مشر ښاغلي لطف الحق پسرلي د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ ربعې د کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ چې د مدیره پلاوي د قناعت وړ وو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د راپور له آوریدو وروسته د افغانستان بانکدارۍ او مالي انیسټيټیوټ مسئول ته د یاد انیسټیټیوټ د کړنو د ګړندیوالي او همداراز د کیفیت د لوړوالي په اړه لازمې لارښونې وکړي او زیاته کړه چې د مدیره پلاوي غړي به هڅه وکړي، نورې ادارې هم لیواله کړي چې یاد انېسټیټیوټ ته په مالي او بانکدارۍ برخو کې د وړتیا لوړونې په موخه  خپل کارکوونکي وپيژني.

 د افغانستان بانک هڅه کوي چې د نورو اصلي موخو ترڅنګ د یوه ټینګ، عصري او سالم مالي سیستم جوړول، د سیالیت تأمینول، د اقتصادي ودې اسانتیا او دیوه خوندي او اغیزناکه مالي سیستم جوړول لپاره لارې چارې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د مدیره پلاوي د مشر او د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر سربېره، ښاغلي بهرام برزین، ښاغلي سالم امید او د بانکدارۍ او مالي انیسټیټوت یا AIBF مسئول ګډون کړی وو.