د عامه اعتباراتو د ثبت او د منقولو اموالو د رهني حقوقو د ثبت د پروژو د پلي کولو پروګرام جوړشو

کابل، ۱۳۹۴ د غويي ۶: د افغانستان بانک، د عامه اعتباراتو د ثبت او د منقولواموالو د رهني حقوقو د ثبت پروژو د پلي کولو پروګرام نن د حرکت موسسې په همکارۍ په کابل کې جوړ کړ. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د جګپوړي پلاوي سربېره د مالي شخړو د حل کمیسیون مشر، د حرکت موسسې اجرايي مشر، د ایسا ادارې مرستیال او د خصوصي او دولتي بانکونو استازو ګډون کړی ؤ.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس او لومړی مرستیال ښاغلی خان افضل هډه وال په دې غونډه کې د دغو دوو سیستمونو د پلي کولو پر ارزښت باندې د خبرو پرمهال وویل: لکه څنګه چې د پور ورکولو بهیر یوې منظمې قانوني اډانې جوړولو ته اړتیا درلوده څو مالي وجوهو ته د متشبثینو په لاسرسۍ کې آسانتیا رامنځ ته شي، د افغانستان بانک په هېواد کې د حرکت موسسې په همکارۍ سره د عامه اعتباراتو د ثبت او د منقولو اموالو د رهني حقونو د ثبت سیستمونه چې په پرمختللي تکنالوژۍ باندې سمبال دي، پلي کړل چې اوس مهال د مالي مؤسسو لخوا په عملي توګه کارول کېږي.

ښاغلي هډه وال زیاته کړه چې له دې مخکې مالي وجوهو ته د نه لاسرسۍ ترڅنګ، د نړیوالو معیارونو سره سم د مساعدو شرایطو نشتوالی هم یو له هغو سترو ننګونو څخه بلل کېده چې د هېواد د پانګونې د پرمختیا پرمخ پرته وه. د دغو دوو سیستمونو په جوړېدو سره مالي وجوهو ته لاسرسی رامنځ ته شوې چې په مرسته یې پور ورکوونکو ته له دوو اړخونو ډاډ ورکوي یو هغه جایدادونه چې د تضمین په توګه اېښودل کېږي او بل د مشتري په اړه معلومات (په بازار کې د هغه د اعتبار کچه).

د غونډې په بله برخه کې د حرکت موسسې رئیس ښاغلي نسیم اکبر د دې موسسې د رول په اړه د خبرو پرمهال وویل چې د دغه پروګرام موخه مالي وجوهو ته د متشبثینو د لاسرسۍ د کچې او د کیفیت لوړول دي، له همدې امله د حرکت ادارې دې پروګرام سره له تخنیکي اړخه ۴۷ ملیونه افغانۍ مرسته وکړه چې د دې سیستمونو په پلې کېدو سره د افغانستان بانک وکړای شول چې په هېواد کې د پور ورکولو لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې یو بل مثبت ګام پورته کړي.