د افغانستان بانک د نړیوال بانک د تمویلي پروژو په پلي کیدو بریالی وکټل شو

 کابل، ۱۳۹۴ د غويي۹ـ د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال د نړیوال بانک له کارکوونکو او د مالي سکتور د عاجل ځواب د پروژې له مسئول سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د مالي سکتور د عاجل ځواب د پروژې په ښه تطبیق باندې چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې لاسلیک شوې وه، بحث ترسره شو.  دا پروژه  د ۲۵.۷ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د نړیوال بانک لخوا د افغانستان دولت ته ورکړل شوې او د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل په میاشت کې د نړیوال بانک لخوا ارزول شوې ده. په دې لیدنه کې د نړیوال بانک استازو څرګنده کړه چې د مالي سکتور د عاجل ځواب پروژه په د افغانستان بانک کې په ښه ډول عملي شوې او د پروژې په ټولو مهمو برخو کې  د پام وړ پرمختګونه ترلاسه شوي دي.

د افغانستان بانک د مالي سکتور د عاجل ځواب پروژه د افغانستان د ورکړې د سیستم، د ملي سویچ د سیستم، د عامه اعتباراتو د ثبت، د منقولو اموالو د سیستم، د مالي څارنې د لوی آمریت او د افغانستان د مالي او بانکدارۍ د انسټیټیوټ د ظرفیت جوړونې، د افغانستان بانک د سي بي اس سیستم، د بانکونو ترمنځ د اړیکو او د بشري منابع د الکترونیکي کولو په برخو کې عملي کیږي.

په پای کې د نړیوال بانک استازو د عامل پلاوي د دفتر لپاره ویډیوي کنفرانس د اسانتیاوو د برابرولو او د سي بي اس سیستم د کیفیت د ښه والي په اړه د ژمنې ترڅنګ د مالي سکتور د عاجل ځواب د پروژې د پلي کیدو په برخه کې د افغانستان بانک له هر اړخیزو هڅو او کوښښونو څخه مننه وکړه او د لا زیاتو همکاریو ژمنه یې وکړه.