د ګمرکي محصولاتو د الکترونیکي ورکړې سیستم فعال شو

کابل، ۱۳۹۴ د غبرګولي ۲- د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د ګمرکي محصولاتو د الکترونیکي ورکړې د سیستم په اړه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عیسی خان طراب د دې هوکړه لیک د لاسلیکیدو پر مهال وویل چې د ګمرکي محصول د ورکړې د الکترونیکي سیستم له لارې خصوصي او دولتي بانکونه له د افغانستان بانک سره نښلول کیږي او د دې سیستم په پلي کیدو سره به د پیسو په لیږد او د ګمرکي عوایدو په راټولولو کې خوندیتوب، چټکتیا او روڼتیا رامنځ ته شي.

ښاغلي طراب همدا ډول زیاته کړه چې د یاد سیستم په فعالیدو سره به بانکي معاملې هم زیاتې شي او دا زیاتوالی به د هېواد په اقتصادي وضعیت باندې مثبتې اغیزې پریږدي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو د عوایدو مرستیال ښاغلي ګل مقصود ثابت په دې غونډې کې وویل چې د نوي سیستم د پیژندنې موخه نه یوازې د ګمرکي عوایدو د راټولولو په بهیر کې ښه والی دی، بلکې د سوداګر په کار کې د روڼتیا او اسانتیا ترڅنګ د فساد د مخنیوی لامل کیږي. د ښاغلي ثابت په وینا چې تر اوسه پورې ګمرکي محصول په فزیکي بڼه ترسره کیده چې له ستونزو خالي نه ؤ، خو د نوي سیستم په فعالیدو سره به د فساد او د وخت د ضایع کیدو مخه ونیول شي.