د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د تبادلې نرخ ټیټوالی لنډمهاله دی

د ۱۳۹۴ کال د غبرګولی ۴ – د افغانستان بانک د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ټیټېدو په اړه مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړی مرستیال ښاغلی خان افضل هډه وال په دې کنفرانس کې د خبرو پرمهال وویل چې د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د تبادلې نرخ ټیټېدل یوه عامه او لنډمهاله مسئله ده.

ښاغلي هډه وال وویل چې د افغانۍ ارزښت د کمېدو دلیل په عموم توګه د نړۍ د نورو اسعارو په وړاندې د ډالر نرخ لوړېدل او د حج موسم د رارسېدو له امله ډالرو ته د کورني تقاضا زیاتېدل دي او ډاډ یې ورکړ چې دغه بهیر به بېرته عادي حالت ته وګرځي او د اندیښنې وړ نه دی.

ښاغلي هډه وال زیاته کړه چې د افغانستان مرکزي بانک پر وضعیت باندې بشپړه څارنه او کنټرول لري او د افغانۍ د تبادلې په نرخ کې د نوساناتو د کنټرولولو لپاره اړینې پالیسي، پلان او امکانات په واک کې لري. له همدې کبله له ټولو افغانانو، مستهلکینو او اقتصادي فعالانو څخه غوښتل کېږي چې له هر ډول اندیښنو او ګنګوسو څخه ډډه وکړي.

د دې ترڅنګ د افغانستان بانک له ټولو کارپوهانو څخه غواړي چې د پولي او مالي موضوعاتو او متحولونو د حساسیت په پام کې نیولو سره د بدلونونو په خپرولو کې انصاف او واقعیتونه رعایت کړي او له واقعیت لرې نظرونو له څرګندولو ډډه وکړي څو په عامه افکارو باندې منفي اغېزه ونکړي.