د اسلامي بانکدارۍ روزنیز ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق ليکونو په ورکولو سره پای ته ورسید

کابل، د ۱۳۹۴ کال د غبرګولی ۶- د اسلامي بانکدارۍ روزنیز ورکشاپ چې د مالي چارو د څارنې لوی آمریت لخوا د شرعي چارو د څارنې بورډ غړو، د مالي چارو د څارنې کارکوونکو، د سوداګریزو بانکونو د اسلامي بانکدارۍ کارکوونکو او د شرعي بورډ غړو لپاره د غویي په ۲۳ مه پیل شوې و، د چهارشنبې په ورځ د تصدیق لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسید.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړی مرستیال ښاغلي هډه وال د ورکشاپ د پرانیستلو پر مهال وویل چې اسلامي بانکداري د اسلامي اقتصاد د ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې ده او ټولې راکړې ورکړې یې د فقې او شریعت پر اساس ترسره کیږي.

ښاغلي هډه وال زیاته کړه چې د اسلامي بانکدارۍ کړنې او خدمتونه د دې لامل کیږي چې هغو هیوادوالو چې مخکې یی له عقیدتي پلوه نه غوښتل خپل امانات د دودیزې بانکدارۍ په سیستم کې کیږدي، اوس په هیواد کې د اسلامي بانکدارۍ د فعالیت په پیلیدو سره کولای شي چې خپل امانات د بانکي نظام له لارې په اقتصاد کې ورګډ کړي چې په پایله کې د کورنیو د ژوندانه وضعیت وده مومي او د دې ترڅنګ د هیواد د اقتصادي ودې بهیر ګړندی کیږي.

ښاغلي هډه وال د دا شان روزنیزو ورکشاپونو جوړول د بانکي نظام د کارکوونکو لپاره اغیزناکه وګڼو او د اسلامي بانکدارۍ له ټولو همکارانو څخه وغوښتل چې دا شان روزنیز بهیر ولایتونو ته هم وغځوي.

د اسلامي بانکدارۍ د ورکشاپ د فراغت په پروګرام کې د حرکت مؤسسې رییس ښاغلی نسیم اکبر، د اسلامي بانکدارۍ اجرایي مسوول او د سوداګریزو بانکونو کارکوونکو برخه اخیستې وه چې د محفل په پای کې د ښاغلي هډه وال لخوا ګډونوالو ته تصدیق لیکونه وویشل شول.