د افغانستان د فوټبال ټیم د افغانۍ د دودولو تر سرلیک لاندې دوستانه لوبه ترسره کړه

د افغانستان بانک د نورو بانکي او اقتصادي کړنو ترڅنګ د کلتور او ورزش په برخه کې هم هڅه کړې څو د دې ادارې د کارکوونکو د ذهني او جسمي ودې لپاره خپل دنده ترسره کړي. له همدې امله د افغانستان بانک په اډانه کې کتابتون، روغتیايي کلینیک، ورزشي کلپ او د فوټبال ټیم جوړ شوي دي څو په اداره کې له شته ظرفیتونو څخه خورا ډېره ګټه پورته شي چې له نېکه مرغه دغو کړنو ښې پایلې درلودلې دي.

د روان کال د غبرګولي په ۱۴ نېټه د افغانستان بانک د فوټبال ټیم خپله لومړنۍ لوبه د فیروز د فوټبال ټیم سره چې په کابل کې یو له تجربه لرونکو ټیمونو څخه دی (د افغانۍ د دودولو) تر سرلیک لاندې په غازي لوبغالي کې ترسره کړه چې د فیروز ټیم په بریا سره پای ته ورسیده. دا هیجانوونکې لوبه د ورزش د مینه والو، د افغانستان بانک د کارکوونکو او د بېلابېلو برخو د آمرینو له تود هر کلي سره مخ شوه چې په هغه کې د افغانستان بانک یو ځل بیا د افغانۍ د دودولو پیغام ګرانو هېوادوالو ته وړاندې کړ. د افغانستان بانک هڅه کوي چې د افغانۍ د دودولو لپاره له بېلابېلو لارو او وسیلو څخه ګټه پورته کړي چې د افغانستان بانک د فوټبال ټیم یو له دې اغیزناکه لارو څخه شمېرل کیږي.