پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک عالي شورا په خپله دویمه نوبتي غونډه کې د بانک کړنې وارزولې
د افغانستان بانک عالي شورا د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي خان افضل هډه وال په مشرۍ او د افغانستان بانک د عالي شورا د غړو هر یو ښاغلي ډاکټر شاه محمد محرابي، ښاغلي محمد یاسین او ښاغلي ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په ګډون د روان کال د چنګاښ په ۷ او ۸ مه نیټه کې خپله دویمه نوبتي غونډه جوړه کړه.
د افغانستان بانک عالي شورا د افغانستان بانک د تصمیم نیولو او په هېواد کې د پولي نظام، بانکي او مالي سیاست جوړولو او د ټولیزه پالیسیانو د تصویبولو مسؤل او د اجنډا په اساس د افغانستان بانک په کړنې باندې د ناظر د غوره مرجع په توګه د افغانستان بانک کړنې او لاسته راوړنې د روانه مالي کال په تیرو شپږو میاشتو او په ځانګړي توګه په تېرو درېو میاشتو کې د پولي او اسعاري سیاست تطبیق، د مالي نظام ټیکاو او ټینګښت، د ورکړې نظام، او د اسعاري زېرمو تنظیم او مدیریت په برخو کې د افغانستان بانک بررسي او تر ارزونې لاندې ونیولې او د بانک لازمه پلانونه او پالیسیانې یې د قانوني اډانې په اساس تصویب او د روان مالي کال لپاره یې د پولي سیاست د تطبیق په اړه لاندنۍ شرحه صادر کړه:
د افغانستان بانک توانیدلی دی چې د ۱۳۹۴ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اغیزناکه او غوره پولي سیاست په طرح او پلي کولو سره د افغانستان بانک اصلي او مهمه موخه یعنې د بیې د عمومي کچې د ثبات ساتل او د پړسوب د نرخ کنټرولول په بریالیتوب سره تأمین کړي او له همدې لارې د هېواد د اقتصادي ټیکاو په تأمینولو کې مهم رول ولوبوي.
د افغانستان بانک د اقتصادي نا ډاډمنتیا له امله د را منځ ته شویو ننګونو سره توانېدلی دی چې په مطلوبه کچه د افغانۍ د ارزښت ساتلو ترڅنګ د نوساناتو د له منځ وړلو عملیاتي موخه (د اسعاري زیرمو د ودې کنټرول) د ټاکلي حد او د اسعاري زیرمو د راټولو ټاکل شوی حد په بریالیتوب سره ترلاسه کړي. د افغانستان بانک عالي شورا د پولي سیاست د راتلونکو شپږو میاشتو پلان منظور کړ چې د هغهع په رڼا کې د افغانستان بانک عامل پلاوی او د پولي سیاست کمیټه مکلفه ده چې د افغانستان بانک د لومړنۍ موخې د تطبیق په اړه د شته اغیزناکه ابزارو په کارولو سره لاندني موارد پلي کړي:
۱. د ۱۳۹۴ مالي کال په اوږدو کې د هېواد د پولي سیاست د عملیاتي هدف په توګه د پولي زیرمو کچه دې له ۱۱ سلنه ټیټه وساتي.
۲. د ۱۳۹۴ مالي کال په اوږدو کې د ضمني هدف په توګه په ګردښت کې د پیسو وده باید له ۱۱ سلنی څخه ټیټه او کنټرول شي.
۳. د بهرني مرستو بسپنو او د دولت د پرمختیایي بودجې د لګښتونو د تحقق په صورت کې دې لږ تر لږه ۱۵۰ میلیونه امریکایي ډالره په اسعاري زیرمو کې ورزیات کړي.
د پورتنیو اهدافو د تحقق په موخه د افغانستان بانک واک لري څو له لاندې اغیزناکو ابزارونو څخه کار واخلي:
۱. د اسعارو د بازار عملیات: د اسعارو د لیلام د مقررې له مخې د ۱۳۹۴ مالي کال په دریمه ربعه کې د لږ تر لږه ۸۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو د پلورلو له لارې له اقتصاد څخه د اضافي نقدینګۍ را ټولول. د هرې اونۍ د پلور دقیق مبلغ به د پولي او د نا خالصو اسعاري زیرمې پلان سره سم د مالي او پولي څیړنې او متحولونو څخه وروسته لیلام شي. د څلورمې ربعې لپاره د اسعارو د بازار د عملیاتو کچه به د راتلونکې عالي شورا په ِغونډه کې تصویب شي.
۲. د پرانیستې بازار عملیات: د افغانستان بانک د اوو ورځنۍ، ۲۸ اورځنۍ، شپږ میاشتنۍ او یو کلني بیه لرونکو پاڼو د پلورلو له لارې لږ تر لږه د ناتصفیه شويو پاڼو کچه تر ۳۶ میلیارده افغانیو پورې ساتل.
۳. د پولي سیاست د نورو ابزارونو کارول.
عالي شورا د بانکي سکتور د عمومي وضعیت او د امانتونو، پورونو، ګټورتیا، سیاست، مدیریت له پلوه د سوداګریزو بانکونو انفرادي کړنې او د بانکونو د شتمنیو د کیفیت او د افغانستان بانک د استراتیژي د پرمختګ له تطبیق وروسته د هېواد د سوداګریزو بانکونو پیاوړتیا او سمون په برخې په تفصیل سره تر بحث او څیړنې لاندې نیولي.
عالي شورا د افغانستان بانک اقداماتو او لاسته راوړنې د ارزولو ترڅنګ د پیسو د تطهیر او د تروریزم تمویل پر وړاندې د مبارزې د مقرراتي حقوقي اډانې د تقوې په برخه کې دوه اړوندې مقررې تصویب کړې.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د سپین بولدک له نمایندګۍ څخه د غلا شويو پیسې د حصول په برخه کې د اړوند مسؤلینو هڅې وستایل شوې.