د منقولو اموالو د رهني حقونو د ثبت په سیستم کې د مالياتی حبس د حقونو د ثبت په اړه د مشورتي غونډې جوړول

د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې په بانکي معاملو کې د منقولو اموالو د رهن د قانون پر بنسټ د مالیاتي حبس (Tax Lien) د حقونو د ثبت موضوع له مالیې وزارت سره شریکه کړې او د مالیاتي حبس د حقونو د ثبت زمینه یې ( هغه اشخاصو او افرادو لپاره چې مالیې وزارت ته مالیات نه ورکوي) په الکترونیکي بڼه برابره کړې ده. د مالیو د راټولولو ادارې په ټول هېواد کې کولای شي هغه اشخاص او افراد چې مالیه نه ورکوي د مالیاتي حبس د حقونو په ثبتولو سره؛ د هغوي منقول اموال د قانون له حکمونو سره سم د مالیاتي حبس لاندې راولي. د انفرادي اشخاصو او سوداګریزو شرکتونو لخوا د مالیې د نه اداینې په اړه معلومات کولای شي له سوداګریزو بانکونو سره د پور ورکولو په معقوله تصمیم نیونه کې مرسته وکړي.

له هغه ځایه چې د مالیاتي حبس موضوع له سوداګریزو بانکونو سره هم اړیکه لري او دا معلومات د اړوندې مقررې په اساس له انلاین لارې خپریږي، د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې د دې الکترونیکي مودل د ښه تطبیق او د اړوندو ادارو د نظرونو د راټولولو په موخه د سوداګریزو بانکونو او د بهرنیو بانکونو د نمایندګیو له رئیسانو او مرستیالانو سره لومړنۍ مشورتۍ غونډه د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۱۳ نېټه د افغانستان بانک په تالار کې جوړه کړه.

غونډه د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال لخوا پیل شوه. ښاغلي هډه وال د دې لړۍ پیل بانکي نظام ته ګټور وباله او زیاته کړه چې د دې لړۍ عملي کول کولای شي د دولت د عوایدو په زیاتیدو کې مرسته وکړي. ورپسې د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي د تخنیکي معلوماتو د وړاندې کولو او د سیمه ایزه هېوادونو د تجربو د شریکولو ترڅنګ په دې اړه څرګنده کړه چې دا لړۍ په بشپړه الکترونکي بڼه پیل کیږي او هیڅ ډول فردي لاسوهنه به په کې شتون ونه لري چې د اقتصادي ګټو سربېره د روڼتیا په لوړولو کې هم مرسته کوي. د سوداګریزو بانکونو رئیسانو په دې اړه ځانګړي نظرونه وړاندې کړل او د افغانستان د بانکونو د ټولنې رئیس ښاغلي سیر قریشي د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت د ادارې له دې اقدام څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د دې الکترونیکي مودل پلي کول یوه ډېره مهمه موضوع ده او دې لپاره چې د دې برخې بنسټیز بنیاد کیښودل شي سوداګریز بانکونه باید په دې پروسه کې د ښه والي او د اسانتیاوو د برابرولو په موخه خپل نظرونه په لیکلي ډول وړاندې کړي.

ښاغلي نثار احمد یوسفزي په دې برخه کې د سوداګریزو بانکونو د نظرونو وړاندې کول مهم وګڼل او د افغانستان د بانکونو له ټولنې یې وغوښتل څو خپل نظرونه د منقولو اموالو د رهن له قانون او مقررې سره سم څرګند کړي او په دې برخه کې منل شوي نړیوال معیارونه په پام کې ونیسي، ځکه چې د دې معیارونو پلي کول کولای شي له بانکي نظام، خلکو او د دولت سره هم مرسته وکړي.