ښاغلی خلیل الله صدیق د افغانستان بانک د رئیس په توګه د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه

ښاغلی خلیل الله صدیق د افغانستان بانک د رئیس  په توګه د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه. د افغانستان بانک مشر تابه پلاوی او کارکوونکي د دې بریالیتوب د مبارکۍ ترڅنګ د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته په کاري چارو کې د لا بریاوو هیله کوي.

ښاغلی خلیل الله صدیق چې  د هېواد د بانکي او مالي نظام په برخه کې ډیرې تجربې لري، د پولي سیاست، مالي چارو، اسلامي بانکدارۍ او د تادیاتي نظام په برخو کې د یو لړ پروګرامونو په وړاندې کولو سره د ملت د استازو د تائید وړ وګرځیده. د افغانستان بانک ډاډه دی چې دا اداره به د دوی تر رهبرۍ لاندې د معقولو پولي سیاستونو د پلې کیدو، د مالي نظام د ټینګښت او ټیکاو او د محوري ارزښتونو د پلي کیدو په برخه کې لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړي او د اقتصاد په پراختیا او وده کې به د پام وړ رول ولوبوي.