ښاغلی خلیل الله صدیق، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ر‌‌ئیس جلالتماب محمد اشرف غني لخوا په یوې پرتمینې غونډې کې د افغانستان بانک د لوی رئیس په توګه معرفي شو

ښاغلی خلیل الله صدیق چې د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۱۷ نیټه یې د افغانستان بانک د لوی رئیس په توګه د ولسي جرګه د باور رایه تر لاسه کړې وه، د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۲۲ نیټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس لخوا په رسمي مراسمو کې د لوی رئیس په توګه معرفي شو.

د غوڼدې په پیل کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس راتګ ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان بانک د دندو د پلي کیدو د څرنګوالي په برخه کې د هغه له ملاتړ څخه مننه وکړه.

ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان بانک د لوی ریاست په پست کې د ښاغلي خلیل الله صدیق ټاکنه مهمه وګڼله او زیاته کړه چې د افغانستان بانک به د ښاغلي صدیق تر رهبرۍ او د مدبرانه مدیریت لاندې او د نورو کارکوونکو په ګډو هلو ځلو سره، د هېواد بانکي نظام د پرمختګ او بریا په لور ولیږدوي، ځکه چې بانکونه د اقتصادي پرمختګ مهمې او اساسي ستنې دي او د فعال، اعتبار لرونکي او شفافه بانکي نظام پرته د یو هېواد اقتصادی وده ناشونې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د افغانستان بانک د سرپرستۍ په موده کې د ښاغلي خان افضل هډه وال له کړنو او هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت ډاډ ورکوي چې د افغانستان بانک له قانون سره سم د افغانستان بانک د خپلواکۍ ملاتړ کوي او هیڅکله اجازه نه ورکوي چې د دولت مالي کسر د افغانستان بانک له لارې حل شي.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل الله صدیق د دې غونډې په بله برخه کې په صنعت، کرنه او نورو بېخ بنسټیزو پروګرامونو کې د هېواد د بانکي نظام د بې ساري رول د یادونې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د هېواد بانکي نظام به په بشپړې روڼتیا، مدبرانه مدیریت او ګټورو او غوره پروګرامونو په طرحه کولو سره د ګټورتیا (نافعیت) په لور بوځي او هڅه به وکړي چې له بانکونو څخه د هېواد د اقتصاد په وده او پراختیا کې د معتبرو سرچینو په توګه اعظمي ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مالیې وزیر، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي غلام نبي فراهي، د سوداګریزو بانکونو یو شمېر رئیسانو او د افغانستان بانک لویو کارکوونکو هم ګډون کړی ؤ.