وړیا اعتباري راپورونه

د افغانستان بانک په هېواد کې د اعتباري معلوماتو د ثبت په موخه یو بشپړ الکترونیکي سیستم جوړ کړی چې اوس مهال ترې سوداګریز بانکونه کار اخلي. له دې سیستم څخه ګټې اخیستنې په هېواد کې مالي پیسو ته د لاسرسۍ اسانتیاوې زیاتې کړي او هغه اشخاص او افراد چې د مالي پیسو غوښتنې لري د دې سیستم له ګټو څخه برخمن کیږي. دا سیستم به مالي مؤسسې ترلاسي کړي څو د مشتریانو او تضمین کوونکو په اړه معقول تصمیمونه ونیسي او د اړتیا وړ اعتباري معلومات به له طی مراحلو او د وخت له ضایع کیدو پرته په انلاین توګه لاسته راوړي.

د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې د ۱۳۹۳ کال د وری په ۱۲ نېټه لومړنی اعتباري راپور (Credit Report) چې د انټرنټ له لارې د لاسرسۍ وړ دی د مالي مؤسسو په واک کې ورکړی دی چې د هېواد په بانکي سکتور کې ستر بریالیتوب ګڼل کیږي. هغه اعتباري راپورونه چې په انلاین ډول وړاندې کیږي، اعتباري خطرونه راکموي، د مشتري اعتباري معلومات په منظمه توګه راټولوي او مالي مؤسسو ته یې وړاندې کوي.

مالي پیسو ته د غوښتونکو د لاسرسۍ په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ؛ د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې د مشتریانو د حقونو د ملاتړ په موخه، دا دی یو ځل بیا د افغانستان د بانکي سکتور د پوروړو په واک کې د مشتري اعتباري راپور ورکوي. د اعتباراتو د راپور ورکونې د مقررې د ۳۹ مادې پر بنسټ، د بانکي سکتور پوروړي(مقروضین) کولای شي د مشتري اعتباري راپور (Consumer Reports) په کال کې یو ځل د عامه اعتباراتو د ثبت له ادارې څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. د اعتباري راپورونو کارول د مشتریانو د حقونو له ډلې څخه ګڼل کیږي او دوي کولای شي چې د پور له غوښتنلیک مخکې هغه مطالعه کړي او د خپلو اعتباري معلوماتو له سموالي څخه ډاډ ترلاسه کړي. همدا ډول د پوروړو لخوا د اعتباري راپورونو کارول یا ګټه اخیستل د روڼتیا، د اعتباري معلوماتو د کیفیت د ښه والي او د عامه پوهاوۍ د لوړولو په برخه کې مهم رول لوبوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د عامه اعتباراتو له ادارې سره په اړیکه کې شئ او خپله ستونزه حل کړئ.

د مشتریانو خدمتونه:

پته: د افغانستان بانک ودانۍ، د دهمزنګ څلور لارې، کابل افغانستان

د کار وخت: د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې

انټرنټي خدمتونه: په ورځ کې ۲۴ ساعته او په اونۍ کې ۷ ورځې

ویب سایټ:  www.pcr.gov.af

برېښنا لیک info@pcr.gov.af :

د اړیکو شمېره: ۲۰۲۵۱۰۶۱۶(۰)93+