د افغانستان بانک خبرتیا

ګرانو هېوادوالو!

په اقتصادي معاملو (پیر او پلور) کې د افغانۍ دودول او کارول زمونږ د ټولو افغانانو دنده ده. مونږ باید ټول سره یو ځای د افغانۍ په دودولو کې ونډه واخلو او د نورو خدمتونو سره سم چې هېواد ته یې ترسره کوو، د افغانۍ د دودولو لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو.