د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې او د مالي پراختیایي ادارو تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د ۱۳۹۴ کال د وږي ۲۳- د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عیسی خان طراب نن د یوې غونډې له لارې د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم د کارولو په موخه د درې پراختیایي مالي ادارو سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عیسی خان طراب د همکارۍ هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال وویل چې دا هوکړه لیک بانکونو او مالي ادارو لپاره د مشتریانو په هکله د موثقو معلوماتو د وړاندې کولو په موخه یو مثبت ګام دی. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د عامه اعتباراتو د ثبت اداره پر پرمختللي تجهیزاتو باندې سمبال ده چې د نړیوال بانک او د حرکت ادارې په مالي او تخنیکي مرستې سره د افغانستان بانک په اډانې کې په لاره اچول شوې ده او د سوداګریزو بانکونو لخوا عملاْ کارول کیږي.

په همدې حال کې د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت ادارې مشر ښاغلي نثار احمد یوسفزي د دې سیستم د ګټو او مثبتې لاسته راوړنې په ګوته کولو سره وویل چې د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم له لارې تر اوسه پورې ۱۱۳۰۰۰ نغدي او غیر نغدي پورونه ثبت شوي او همدارنګه ۱۸۰۰۰ تنو متقاضیانو له دې سیستم څخه معلومات ترلاسه کړی دی.

د دې غونډې په اوږدو کې د افغانستان د کوچنیو پورونو د اتحادیې رئیس ښاغلي حشمت سیر امرخیل وویل چې غیر بانکی مالي ادارې په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۵۹ څانګو په لرلو سره د عامه اعتباراتو د ثبت د الکترونیکي سیستم په مرستې سره د کوچنیو پورونو له لارې د کلیو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو چې د افغانستان بانک او د کوچنیو پورونو د اتحادیې ترمنځ ترسره شو، د کوچني او منځني سوداګریو لپاره د پور ورکولو بهیر ګړندی کیږي او د دې لامل کیږي چې ادارې د مشتریانو سره د خپلو پیسو د خوندیتوب ترڅنګ د مشتري د معلوماتو په هکله (په بازار کې د هغې د اعتبار کچه) ډاډ ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عیسی خان طراب ترڅنګ د سوداګریزو بانکونو رئیسانو، د کوچني مالي مؤسسو استازو او د رسنیو غړو ګډون کړی وو.