د ظرفیت لوړول د افغانستان بانک د ستراتیژیک پلان دریم اصل جوړوي

د کارکوونکو د ظرفیت لوړول د افغانستان بانک د استراتیژیک پلان دریمه برخه جوړوي، دې اصل ته په کتو سره د بشري منابعو لوی آمریت د پیشګام، کاردان او جهان پوهنتونونو ۵۷ تنو محصلینو ته په بېلابېلو برخو کې د افغانستان بانک د کارکوونکو د ودې او روزنې په مرکز کې یو لړ روزنیز یو میاشتني لنډ مهاله پروګرامونه په لار اچولي او د افغانستان بانک د نورو شعبو په همکارۍ سره یې روزلي دي.

په همدې موخه د ۱۳۹۴ کال د تلې په ۱۴ نېټه په هغه غونډه کې چې ګډون کوونکو ته د تصدیق لیکونو د وېش په اړه جوړه شوې وه، د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي خان افضل هډه وال د تصدیق لیکونو د وېش پر مهال د روزنې او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په ارزښت باندې د خبرو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده څو هغه محصلینو ته له اوسنیو معیارونو سره سم عصري روزنیز پروګرامونه برابر کړي چې د کار زده کړې (پرکټیکې) دورې لپاره د افغانستان بانک ته ورپیژندل کیږي او همدا ډول له خپلې ونډې سره سم له زده کړه ایزو مؤسسو څخه نوي فارغ شویو ځوانانو ته ارزښتناکه خدمتونه وړاندې کړي.