پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
اسلامي مالي منابعو ته د کوچنیو او منځنیو مالي تشبثاتو د لاسرسۍ پروژه په بریالیتوب سره پای ته ورسیده
کابل، ۱۳۹۴ د تلې ۲۲ـ د افغانستان بانک، د حرکت مؤسسې په مالي او تخنیکي مرسته، اسلامي مالي منابعو ته د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د لاسرسۍ پروژه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.
د کنفرانس په پیل کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي خان افضل هډه وال د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د دې پروژې بنسټیزه موخه د اسلامي بانکوالۍ د مقرراتي او حقوقي اډانې جوړول او اسلامي مالي امکاناتو ته د لاسرسۍ له لارې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو وده او پرمختګ ګڼل کیږي چې د اسلامي بانکوالۍ د اړوندو مقرراتو، لارښودنو، منولونو او شرعي پارامترونو په ګډون ۴۶ سندونه رانغاړي او له انفرادي اشخاصو، متشبثینو او پانګوالو سره مرسته کوي څو وکولای شي په خصوصي او سوداګریزو بانکونو کې د اسلامي بانکوالۍ له خدمتونو څخه کار واخلي.
ښاغلي هډه وال زیاته کړه چې اسلامي مالي منابعو ته د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د لاسرسۍ پروژه په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د سیستم د جوړیدو لپاره لومړنۍ بنسټیز ګام ګنل کیږي، خو باید په دې برخه کې ډېر ګامونه پورته شي څو خلک په ارامه توګه خپلې پیسې د خوندیتوب په موخه په بانکونو کې واچوي او د اسلامي بانکوالۍ له خدمتونو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي.
د دې کنفرانس په بله برخه کې د حرکت مؤسسې د پروژې مدیر ښاغلي محمد هارون وفا د دې مطلب په بیانولو سره چې اسلامي مالي منابعو ته د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لاسرسي شاوخوا ۱۸ میاشتې مخکې د ۱.۲ ملیونه امریکايي ډالرو بودجې سره پیل شوې ده وویل: " په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د سیستم په اړه نه پوهاوۍ نه یوازې خصوصي سکتور له ګواښ سره مخ کړی بلکې خلکو ته یې هم یو لړ ستونزې راولاړې کړې دي، نو د دې پروژې په پلي کولو سره به د هېواد بانکي سکتور د اسلامي بانکوالۍ د مقرراتو او منولونو په اړه د پوهې ترڅنګ وکولای شي خلکو او خصوصي سکتور ته د اسلامي بانکوالۍ خدمتونه وړاندې کړي".
د اسلامي بانکوالۍ وده به په هېواد کې د تشبثاتو د ودې او پراختیا، د ملي اقتصاد د ودې، د ګمارنې د ټولیزې کچې د زیاتیدو او د بیکارۍ د ټیټیدو لامل شي.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي خان افضل هډه وال سربېره د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عیسی خان طراب، د افغانستان بانک د بېلا بېلو شعبو آمرینو، د سوداګریزو بانکونو رئیسانو، د کوچنیو مالي مؤسسو استازو او د ډله ایزو رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.