پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک د افغانۍ مبادلې نرخ په اړه مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ
کابل، ۱۳۹۴ کال د لینډی ۲- د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک د مبادلې نرخ انعطاف منونکی مدیریت شوي رژیم تر لاس لاندې نیولی او په بشپړه توګه پر وضعیت حاکم او واکمن دی او هر وخت د بازار له څېړنې وروسته د افغانستان بانک د پالیسۍ او پلان پر بنسټ، د اسعارو د مبادلې په نرخ کې د ناوړه نوساناتو د کنټرولولو په موخه د اسعارو لیلام په لار اچوي چې له امله یې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د افغانستان پولي او مالي اتخاذ شوې پالیسي تائید کړې او د افغانستان له شرایطو سره یې مناسبه ګڼلې ده.
ښاغلي خلیل صدیق د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیټیدو په اړه وویل چې د ډالرو د ارزښت لوړیدنه یوازې افغانۍ ته منحصر نه پاتې کیږي بلکې د ډالرو د مبادلې نرخ په ټولیزه توګه د نړۍ د نورو اسعارو پر وړاندې هم زیاتوالی موندلی دی. څرنګه چې د یو کال په اوږدو کې د روسیې ربل ۲۷.۵۰ سلنه، د تاجکستان ساماني ۳۱ سلنه، د ترکیې لیرې ۲۷.۴۹ سلنه، د ترکمنستان منات ۲۷.۵۰ سلنه، د استرالیا ډالر ۲۲.۳۴ سلنه، افغانۍ ۱۴.۵۵ سلنه، یورو ۱۴ سلنه، د ازبکستان سام ۱۲.۴۸ سلنه، ایراني تومان ۱۲ سلنه، هندي روپیۍ ۸ سلنه، د چین یوان ۶ سلنه او پاکستانۍ کلدارې ۵ سلنه ټیټوالی موندلی دی، دا په داسې حال کې ده چې دا هېوادونه د امنیت له پلوه بشپړ ښه وضعیت لري او هیڅ ډول تحمیلي جګړه پر دوي شتون نه لري چې د دې هېوادونو په پرتله افغانۍ د وروستیو نا امنیو په پام کې نیولو سره اوس هم په مناسب وضعیت کې قرار لري.
همدا ډول ښاغلي صدیق د کنفرانس په اوږدو کې وویل چې د دولت د پیاوړي او عملي پلانونو د تطبیق په پام کې نیولو سره تمه کیږي چې د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال به په بشپړه توګه د لاسته راوړنو کال وي او پر پانګونې باندې د خلکو د اعتماد د زیاتیدو لامل به شي چې دا بهیر به د افغانۍ د ارزښت له کمېدو څخه هم مخنیوی وکړي.
د افغانستان بانک لوی رئیس د دې کنفرانس په پای کې له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه له ډله ایزو رسنیو څخه وغوښتل چې په ملي پیسو باندې د خپل اعتماد د دې هېواد د ټولو اوسیدونکو د ملي هویت په توګه ټینګ وساتي او له هر ډول اندېښنې، تشویش او د بې بنسټه څرګندونو دې ډډه وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق سربېره د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال او د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو آمرینو هم ګډون کړی ؤ.