د افغانستان بانک د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل په وړاندې د مبارزې معیارونو سره د آشنایي لپاره یوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ

د ۱۳۹۴ د لیندۍ میاشتې ۱۷ – د افغانستان بانک د دولتي ادارو د استاذو لپاره د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل په وړاندې د مبارزې معیارونو سره د پېژندګلوۍ لپاره یوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

د افغانستان بانک عمومي ريیس ښاغلي خلیل صدیق د ورکشاپ د پرانیستلو پر مهال وویل چې د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل سره مبارزه یو اړین ګام دی او د هغه د قوانینو د مادو تطبیقول زموږ ملي دنده ده. تمه کېږي چې هغه څه چې تاسې نن زده کوئ د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل سره د مبارزې په عملي ډګر کې د هغه په تطبیق کې جدي هڅه وکړئ.

په دوام کې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د تحلیل مرکز عمومي مشر ښاغلي مصطفی مسعودی د دې ورکشاپ د جوړېدو پر هدف باندې خبرې وکړل او ویې ویل چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده چې د نړیوالو معیارونو سره سم د دولتي او خصوصي ادارو لپاره روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي. ښاغلي مسعودی له دولتي ادارو څخه وغوښتل چې د افغانستان بانک لخوا وضع شوي مقررې رعایت کړي او د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده چې د دې ورکشاپ په موضوعاتو کې د پیسو تطهیر، د پیسو د تطهیر پړاوونه، د پیسو وتلي تطهیر کوونکي او د کنوانسیونونو او سازمانونو جرمي عواقب او د ژمنو پر اساس د دولتونو او د مالي ادارو مکلفیتونه شامل دي.

دغه ورکشاپ چې پکې د بیلابیلو دولتي ادارو لکه د لوي څارنوالۍ ادارې، د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، د ارتشا او اداري فساد سره د مبارزې ادارې استاذو ګډون کړی و، ګډون کوونکو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسېد.