د افغانستان بانک د عالي شورا د څلورمې غونډې مطبوعاتي بیانیه

کابل، ۱۳۹۴ د مرغومې ۸- د افغانستان بانک د عالي شوار څلورمه غونده د ۱۳۹۴ مالي کال د مرغومې د میاشتې په ۵ او ۶ نېټه جوړه شوه. په دې غونډه کې د ۱۳۹۴ مالي کال اجراات، په تیره بیا د پولي او اسعاري سیاست د پلي کیدو څرنګوالی، د مالي او بانکي سکتور وضعیت، د اسعاري زېرمو وضعیت او په اجنډا کې نور درج شوي موضوعات تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شو.

عالي شورا لومړی په افغانستان کې د اقتصادي ودې او د پړسوب نرخ د وضعیت او لیدلوري، د اداینو د بیلانس د عمومي وضعیت، مالي سکتور ( د دولت عواید او لګښتونه) او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د تبادلې د نرخ د پولي متحولونو او بدلونونو او د هېواد د بانکي سکتور د وضعیت په اړه چمتو شوی راپور واوریده.

د افغانستان بانک عالي شورا د هېواد د پولي او اسعاري سیاست د تطبیقولو د څرنګوالي په اړه له هر اړخیز غور او بحث وروسته د هېواد د پولي او اسعاري نظام، په ځانګړې توګه د امنیتي وضعیت د خرابوالي او د ګډوالۍ بهیر د زیاتیدو له امله په ناوړه وضعیت او شرایطو کې د مبادلې د نرخ د مدیریت په برخه کې د افغانستان بانک تدبیرونه او اقدامات، اغیزناکه او مثبت وارزول.

عالي شوار د پیسو له نړیوال صندوق سره په ګډ اقتصادي پروګرام کې د مقداري شاخصونو او د جوړښتي سمونونو د اړوندو ژمنو په برخو کې د افغانستان بانک لاسته راوړنې، د پیسو له نړیوال صندوق سره د یو اوږد مهاله اقتصادي پروګرام د پیلیدو په برخه کې یو مهم ګام او په د افغانستان بانک کې د ظرفیت شتون او سمونونو ته ژمنتیا، نړیوالې ټولنې ته یو مثبت پیغام وارزاوه.

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۵ مالي کال لپاره د هېواد د پولي او اسعاري پلان د تصویبیدو ترڅنګ د بانک عامل پلاوي ته واک ورکړ څو د صادر شویو کړنلارو په رڼا کې او د مناسبو، محتاطه او عملي اقداماتو او تدبیرونو په نیولو سره، خپل فعالیت ترسره کړي.

همدا ډول عالي شورا د بانکي نظام د خوندیتوب، ټیکاو او ټینګښت په برخه کې د افغانستان بانک د اجرااتو او پرمختیاوو راپور په هر اړخیزه توګه وڅېړه او د دوامداره څارنیزو او تنفیذي اقداماتو په پراختیا باندې د ټینګار ترڅنګ یې د مقرراتي بېخبنسټونو د پیاوړتیا او د نړیوال پیژندل شویو معیارونو په کچه د څارنیزو او مقرراتي معیارونو د لوړولو په موخه د شتمنیو د ډله بندۍ د مقررې تعدیلول، د اړوندو اشخاصو مقرره، په بانکونو د سالمې ادارې مقرره او د پولي خدمتونو د مقررې تعدیلول، تصویب کړل.

عالي شورا د اداري سمونونو په برخه کې د ځانګړو تصمیمونو د نیولو تر څنګ د افغانستان بانک د ۱۳۹۵ مالي کال لپاره بودجه، د سپمولو، د غیر اړینو لګښتونو د مخنیوۍ او د سرچینو د کارولو د اغیزناکۍ د زیاتوالي د اصل د رعایتونو په پام کې نیولو سره تصویب کړه.