پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د پیسو د نړیوال صندوق په پسرلنۍ غونډو او په نورو اړوندو غونډو کېد افغانستان بانک د لوی رئیس د ګډون راپور
۱۳۹۵ کال د غويي میاشت- د افغانستان بانک د لوی رئیس په مشرۍ د افغانستان بانک پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق او د سیاست جوړونکو لپاره د نړیوال بانک د عالي اجرائیوي بورډ په پسرلنۍ غونډو کې ګډون وکړ.
د پیسو د نړیوال صندوق پسرلنۍ غونډې د اپریل د میاشتې په درېمه اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن په ښار کې د مرکزي بانکونو د رئیسانو او د هغه د غړو هېوادونو د مالي او بانکي چارواکو په ګډون جوړې شوې وې. په دې غونډو کې د نړیوال اقتصاد وروستۍ وضعیت، راتلونکي ننګونې او لید لوري او د پرمختللو، غوړیدا په حال، پرمختګ په حال او د لږ پرمختګ درلودونکو هېوادونو پولي او مالي سیاستونه تر بحث لاندې ونیول شول.
د دې غونډو په اوږدو کې د افغانستان بانک پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق له مرستیال، د نړیوال بانک مرستیال، د منځنی آسیا، مرکزي آسیا او د افغانستان په چارو کې د پیسو د نړیوال صندوق مسؤلو چاراوکو او د امریکا د متحده ایالاتو د خزاندارۍ د وزارت چارواکو، د ترکیې او پاکستان د مرکزي بانکونو رئیسانو او د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي بانک (فدرال ریزرف) چارواکو، د څو نړیوالو مهمو بانکونو او د پیسو د نړیوال صندوق د ډیپارټمنټونو چارواکو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې لیدنې وکړې او د اړتیا وړ موضوعګانو او د همکاریو د ټینګښت او پیاوړتیا په اړه یې نظرونه سره شریک کړل.
باید یادونه وشي چې د افغانستان بانک لوی رئیس د افغانستان په استازیتوب د منځنی آسیا او مرکزي آسیا د سیمه ایز ګروپ په غونډو کې هم ګډون وکړ.
د پیسو له نړیوال صندوق سره د افغانستان د پلاوي په دوه اړخیزو ناستو کې د پیسو له نړیوال صندوق سره د ګډ اقتصادي پروګرام د بشپړیدو او له دې صندوق سره د نوي درې کلن پروګرام په اړه د مذاکرو د پیلیدو په موضوعګانو باندې بحث او نظرونه تبادله شول.
په پای کې د افغانستان بانک لوی رئیس د دې سفر پایلې، خبرې اترې او غونډې مثبتې او د ښو لاسته راوړنو درلودونکي وارزولې.