د 1395 کال د داخلي تفتیش کمېټې د کړنې راپور

پېژندنه:

د ښې حکومتوالۍ د اصولو پر بڼست، د افغانستان بانک عالي شورا باید د اداري چارو د اغیزمنتیا په موخه تخصصي کمېټې ولري. له همدې امله، د افغانستان بانک د داخلي تفتیش کمېټه جوړه شوې چې درې غیر اجرايي غړي لري او د افغانستان بانک د عالي شورا لخوا ټاکل کیږي.

د داخلي تفتیش کمېټه د عالي شورا په استازیتوب د افغانستان بانک د مالی راپور ورکړې بهیر څخه کتنې ترسره کوي. د افغانستان بانک د عامل پلاوي د مالي صورت حسابونو، د مالي راپور ورکولو د داخلي کنټرول او د مالي راپورونو او داخلي کنټرول د اغیزمنتیا د ارزولو مسؤلیت لري. د داخلي تفتیش کمېټې د څارنې د ترسره کولو په برخه کې د افغانستان بانک ارزول شويو مالي صورت حسابونه د کیفيت له پلوه نه یوازې د محاسبې د منل شویو اصولو پربڼست بلکې په دي برخه کې د پام وړ او مهمو قضاوتونو معقولیت او د مالي صورت حسابونو د افشاء کولو په موخه تر بحث لاندې نیسي.

د داخلي تفتیش کمېټې په 1395 (۲۰۱۶) کال کې د داخلي کنټرول اغیزمنتیا، د سالمه او رڼه مالي راپور ورکولو کړنلارې، د خپلواکه داخلي مفتش کړنې، د خارجي مفتش اغیزمنتیا او د کمېټې د منشور سره سم د قوانینو او مقرراتو رعایت په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي دي.

د داخلي تفتیش کلنی راپور تر کتنې وروسته د داخلي تفتیش کمېټې لخوا تایید شو. سربیره پر دې، د ټولو ناظر ادارې د مکافاتو د زیاتوالي په برخه کې د داخلي تفتیش د خپلواکه کړنې څخه د ډاډمنتیا ترلاسه کولو په موخه هم د داخلي تفتیش د کمېټې لخوا تصمیم نیول شوی دی.

د داخلي تفتیش کمېټې په 2016 کال کې د ډاکټر شاه محمد محرابی تر ریاست لاندې څلور ځله غونډې جوړې کړي چې د غونډو حاضري د دې راپور یوه برخه جوړوي. د غونډې منځپانګه او موضوعات لاندې وړاندې کېږي.

د کميټې غړي

مقام

تجربې او شالید

د کال د لومړني غونډې غړي

شاه محمد محرابی

د داخلي تفتیش د کمېټې رییس

د اقتصاد ډاکټر، پروفیسور او د څو څیړنیزو پاڼو لیکوال

محمد یاسین عثمانی

د داخلي تفتیش د کمېټې غړی

د عامه ادارې رشتې ماسټر

عبدالغنی غوثی

د داخلي تفتیش د کمېټې غړی

د اقتصاد ډاکټر

د کال د وروستۍ غونډې غړي

شاه محمد محرابی

د داخلي تفتیش د کمېټې رییس

د اقتصاد ډاکټر، پروفیسور او د څو څېړنیزو رسالو لیکوال

محمد یاسین عثمانی

د داخلي تفتیش د کمېټې غړی

د عامه ادارې رشتې ماسټر

کترین فقیری

د داخلي تفتیش د کمېټې غړی

په مالي او سوداګرۍ کې پراخه تجربه

 

مالي راپور ورکول:-

د افغانستان بانک د قانون سره سم د میاشتني بیلانس شیټ د جوړولو په برخه کې د افغانستان بانک د مالي چارو آمر خپل لنډ راپور کمېټی ته وړاندې کړ. همدارنګه، د داخلي تفتیش کمېټې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او د کمېټې د سپارښتنې سره سم د مالي صورت حسابونو د جوړولو په هکله لنډ معلومات وړاندې کړ. د داخلي تفتیش کمېټې د مالي چارو آمر ته دنده وسپارله چې په څلورو څانګوکې چې تراوسه پورې پکې CBS سیستم تطبیق شوی نه دی، د عصري کولو تفصیلي پلان چمتو کړي.

د دې ترڅنګ، د داخلي تفتیش کمېټه د بهرنيو مفتشینو د مدیریت او د محاسبې د مهمو موضوعاتو په اړه بحث او سپارښتنه وکړه څو د نړیوال مالي راپور ورکړې معیارونو (IFRS) له مخې مناسبه حل لاره پیدا کړي.

د مالي او محاسبې آمریت اړوند د ظرفیت لوړولو پروګرام د داخلي تفتیش کمېټي سره شریک شوی او د افغانستان بانک مالي چارو آمر ته د کمېټې لخوا هدایت ورکړل شوی چې په دې  هکله یو داسې تفصیلي پلان جوړ کړي چې څنګه کولای شو چې د زده کړې پروګرامونو او حرفوي کورسونو له لارې ظرفیتونه لوړ کړو.

د داخلي تفتیش کمیټه د کارکوونکو د تقاعد طرحې د مهمو بدلونونو په اړه چې د ۲۰۱۶ کال په اپریل میاشت کې د امتیاز د تعریف شوي پلان څخه د غیر نقدي تعریف شوي ګډون پلان ته بدلون دی، اړینه سپارښتنه وکړه.

همدا رنګه، د افغانستان بانک د قانون پر بڼست، د مالیې وزارت ته د ګټې د لېږد په اړه بحث وشو او د مالي چارو آمریت لخوا کميټې ته معلومات وړاندې شو.

داخلي تفتیش:-

د داخلي تفتیش د کميټې په دندو کې د داخلي تفتیش د خدمتونو څخه څارنه، د مالي راپورونو د راپور ورکړې بهیر په اړه خبرتیا او د هغه تاییدول، د داخلي کنټرول سیستم او د افغانستان بانک په وړاندې خطرونه شامل دي.

د داخلي کنټرول د کفایت، وړوالي او اغېزمنتیا څخه د څارنې په موخه د تفتیش کمېټې په 2016 کال کې په منظمه توګه د ټولو ناظر ادارې څخه اړین معلومات ترلاسه او تر کتنې لاندې نیولي دي.

دا چې د داخلي تفتیش کلنی پلان څومره تطبیق شوی، د داخلي تفتیش پایلې او د کاري پرمختګ راپورونه دي چې په بنسټیزه توګه مالي صورت حسابونه، د کړکیچن ودانیزه پروژو څخه کتنه او د ځانګړو کړنو تفتیش رانغاړي.

په 2016 کال کې د ټولو ناظر ادارې کړنې او اجراأت په لاندې ډول دي:

· د 43 ساحو تفتیش چې د پلان شوي ساحو 62.4 سلنه جوړوي؛

· د 8 ساحو تفتیش په جریان کې دی چې د پلان شوي ساحو 11.6 سلنه جوړوي؛

· د 10 ساحو تفتیش چې د پلان شوي ساحو 14.5 سلنه جوړوي، په پلان کې شامل دی؛

· د 5 ساحو تفتیش چې د پلان شوي ساحو 7.2 سلنه جوړوي، د نا امنیو له امله ترسره شوی نه دی، او

· د افغانستان بانک د عالي شورا او عامل پلاوي د تصویبونو منظمه تعقیبول چې د پلان 4.3 سلنه جوړوي.

په ټولیزه توګه د 350 سپارښتنو د جلا راپورونو له ډلې د 211 سپارښتنو تعقیبي کتنه پیل شوې چې په پایله کې څرګنده شوه چې 134 سپارښتنې پلې شوي دي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ مسلکي تفتیش د کارپوهانو د نشتوالي له امله ترسره شوې نه ده او دا ستونزه د مشرتابه پلاوي سره شریکه شوه او پریکړه وشوه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د خوندیتوب تفتیش بهرنیو مفتشینو ته وسپارل شي. همدارنګه، د معلوماتي ټکنالوژۍ بهرنۍ ډلې ته یوه ځانګړی دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې خپله بشپړه ارزونه ترسره کړي، دا موضوع د افغانستان بانک او د E & Y Co. (بهرنۍ تفتیش) ترمنځ تړون کې ګډه شوې ده.

د مفتشینو د سپارښتنو د تطبیق سلنیزه کتل شوې او په هکله یې د ټولو ناظر ادارې ته اړینې لارښوونې شوي دي.

د ناوړه امنیتي حالاتو له امله چې په ځینو سیمو کې تفتیش ناشونې ؤ، د تفتیش کمیټې د ساحې بهر ارزونې کړنلاره چې د ځان ارزونې پالیسۍ رانغاړي، تصویب کړ.

د تفتیش کميټې د داخلي تفتیش کميټې منشور نهایي کړی او د افغانستان بانک د عالي شورا لخوا تصویب شوی دی.

د پیسو د نړیوال صندوق د حفاظت ارزونې ډلې سره غونډه:

د پیسو د نړیوال صندوق سره د تفتیش کميټې د تشو بستونو په هکله د ټیلفوني کنفرانس له لارې خبرې اترې وشوې. دا بستونه د تفتیش کميټې د غړو د استعفا له امله تش شوي دي.

د تفتیش کميټې مشر د تفتیش کمیټې سره د بهرنیو مفتشینو د اړیکو بهیر په اړه خبرې وکړې او د بهرنیو مفتشینو د کاري خپلواکۍ د څرنګوالي په اړه تشریح ورکړه.

د تفتیش کميټې د 2016 کال په وروستۍ غونډه کې د داخلي تفتیش کمیټې د پیسو د نړیوال صندوق د حفاظت ارزونې ډلې د سپارښتنو اهمیت ته اشاره وکړه او په کلکه یې وویل چې د مالي چارو آمریت او د ټولو ناظر اداره باید د دې سپارښتنو تطبیق په لومړیتوب کې واقع کړي.

بهرنی تفتیش:

د افغانستان بانک بهرنی مفتش د افغانستان بانک قانون او د Ernst & Young Global Limited د بهرنی مفتش د ټاکلو پالیسيو پر بڼست چې تکړه محاسبین رانغاړي، د درې کالو مودې لپاره ټاکل کیږي. د تفتیش کمیټې د بهرني مفتش د پروپوزل تر کتنې وروسته د کميټې لخوا داسې سپارښتنه وشوه چې دا شرکت د مرکزي بانک د تفتیش اړوندو تجربو د صراحت سره سم وټاکل شي. د تفتیش کمیټه د یاد شرکت د وړاندیز شویو کارکوونکو او د وړاندې شوي فیس په اړه خوښي ښکاره کړه.

د 2016 کال پرمهال د تفتیش کميټې د بهرنیو مفتشینو سره دري ځله غونډه ترسره شوې چې د لاندنیو مسایلو په اړه خبري شوې دي:

1. د بهرني مفتش د کړنې پلان د تفتیش کميټې لخوا کتل شوی، د هغه موده ایز جدول د 2015 مالي کال د مالي صورت حسابونو لپاره هم کتل شوی دی.

2. د تفتیش کميټې د بهرني مفتش څخه غوښتنه وکړه چې بشپړه او مفصله تفتیش او کتنه ترسره کړي.

3.  د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ تفتیش د کنټرول له پلوه بله موضوع وه چې ورباندې ټینګار وشو او بهرني مفتش په وروستۍ غونډه کې د ارزونې پایلې د تفتیش کميټې غړو ته وړاندې کړ.

4.  بهرني مفتش خپلې سپارښتنې د تفتیش کميټې سره شریک او د دې کميټې له لارې د افغانستان عامل پلاوې ته وړاندې کړل څو د مالي راپور ورکړې په بهیر کې د کنټرول اړوندو نیمګړتیاوو د حل لپاره اړین تدابیر ونيسي، او

5. د بهرني مفتش تړون کميټې ته وړاندې او تر بحث لاندې ونیول شو. د تفتیش کميټې د ټولو ناظر ادارې ته لارښوونه وکړه چې د بهرنيو مفتشینو د پایلو سره سم، د هر موضوع لپاره د تعقیبي پلان په ګډون اړین تدابیر ونیسي.