په ۱۳۹۶ کال کې د داخلي څېړنې د کمیټې د کړنې راپور

لنډیز:

د ښه حکومتوالۍ د تګلارو پر بنسټ، د افغانستان بانک عالي شورا باید د اداري چارو د اغېزناکه فعالیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه تخصصي کمیټې ولري. د همدې اصل له مخې، د داخلي څېړنې کمیټه تاسیس شوې چې د دریو غیر اجرايي غړو څخه جوړه شوې او د افغانستان بانک د عالي شورا لخوا تعیینیږي.

د داخلي څېړنې کمیټه د عالي شورا په استازیتوب د افغانستان بانک د مالي راپور ورکړې پروسه تر څېړنې او کتنې لاندې نیسي. د افغانستان بانک عامل پلاوی د مالي صورت حسابونو، د داخلي کنټرول ساتلو، د اغېزناکه مالي راپور ورکړې او د مالي راپور ورکړې د اغېزناکه ارزونې مسوولیت لري. د څارنې په برخه کې، د داخلي څېړنې کمیټه د افغانستان بانک کتل شوي صورت حسابونه بیاځلي ګوري او له کیفي پلوه چې یوازې منل شوي محاسبوي اصول نه رانغاړي، د عمده او مهمو قضاوتونو معقولیت او د مالي صورت حسابونو د افشا کېدنې په تړاو توضیحات تر کتنې او څېړنې لاندې نیسي.

د داخلي څېړنې کمیټې په ۱۳۹۶ (۲۰۱۷) کال کې د داخلي کنټرول د اغېزناکتیا، د مالي راپور ورکړې سالمه او رڼه میتودونو، د خپلواکه داخلي څېړونکي کړنې، د بهرني څېړونکي اغېزناکتیا او د څېړنې کمیټې د منشور سره سم د قوانینو او مقررو رعایتولو په برخو کې خپله دنده پرځای کړې ده.

د داخلي څېړنې کلنی پلان د بیاکتنې وروسته د داخلي څېړنې د کمیټې لخوا تائید شوی دی. د داخلي څېړنې کمیټې په ۲۰۱۷ کال کې څلور ځله غونډه جوړه کړې ده. دا غونډې د ډاکټر شاه محمد محرابي تر ریاست لاندې جوړې شوي چې د غونډو ګډونوال د دې راپور یوه برخه جوړوي. د غونډو محتوا او خبرې اترې لاندې توضیح شوي دي:

د کال په اوږدو کې د څېړنې کمیټې غړیتوب

د کمیټې غړي

موقف

شالید او تجربې

شاه محمد محرابي

د کال د لومړي غونډې غړي

د داخلي څېړنې د کمیټې رئیس

د اقتصاد ډاکټر، پروفیسور او د څو څېړنیزو رسالو مولف

کترین فقیري

د داخلي څېړنې کمیټې غړې

مالي او سوداګریزو چارو کې پراخه تجربه

شاه محمد محرابي

د کال د وروستي غونډې غړي

د داخلي څېړنې کمیټې رئیس

د اقتصاد ډاکټر، پروفیسور او د څو څېړنیزو رسالو مولف

کترین فقیري

د داخلي څېړنې کمیټې غړې

مالي او سوداګریزو چارو کې پراخه تجربه

 

مالي راپور ورکړه

د مالي چارو آمریت د افغانستان بانک د قانون سره سم په مالي کال کې د میاشتني بیلانس شیټ د چمتو کولو په تړاو خپل لنډ راپور د داخلي څېړنې کمیټې ته وړاندې کړی دی. د دې ترڅنګ، د مالي چارو آمریت د لګښت پالیسۍ په تړاو یو راپور چې د چارواکو د تخصیص په موخه چمتو او د افغانستان بانک د عالي شورا لخوا تصویب شوی ؤ، وړاندې کړی دی.

د کال په اوږدو کې د څېړنې کمیټې دوه ځله د بهرنیو تفتیش کوونکو (E&Y) سره غونډې جوړې کړي او د دقیقه او هر اړخیزه خبرو اترو وروسته یې د مالي چارو آمریت ته اړینې لارښوونې کړي دي.

 د بهرنیو تفتیش کوونکو بنسټیزه لاسته راوړنې او اندیښنې د څېړنې له کمیټې سره شریک شوي او د مالي چارو آمریت د (IFRS9) د اهمیت په اړه مفصله راپور وړاندې کړی او داسې تصمیم نیول شوی چې یاد شوي معیارونه د افغانستان بانک قانون سره سم پلې شي.

د دې ترڅنګ، د داخلي څېړنې کمیټې د افغانستان بانک او د بهرنیو تفتیش کوونکو ترمنځ د حسابدارۍ عمده موضوعات تر بحث لاندې نیولي او دواړو خواوو څخه یې سپارښتنه کړې چې د IFRS له مخې مناسبه حل لارې وړاندې کړي.

داخلي څېړنه:

د څېړنې کمیټې په دندو کې د داخلي څېړنې د کړنو څخه څارنه، د مالي راپور ورکړې بهیر په اړه پوهاوي او تائیدول، د داخلي کنټرول سیستم او هغه خطرونه چې د افغانستان بانک ته متوجه دي، شامل دي.

د داخلي کنټرول د کفایت، وړوالي او اغېزناکتیا څخه د څارنې په موخه د څېړنې کمیټې په ۲۰۱۷ کال کې د ټولو ناظر دفتر څخه په منظم ډول اړینه معلومات ترلاسه کړي او تر کتنې لاندې نیولي دي.

د داخلي څېړنې د کمیټې کلنی پلان او د هغه د پرمختګ درجه: د داخلي څېړنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ او غوره پایله ترلاسه شوې ده چې د مالي سیستم څېړنه، د مهمو پروژو بیاکتنه، د ودانیزو کارونو او د ځانګړو برخو څخه کتنه شامل دي.

د تفتیش کوونکو د لاسته راوړنو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د مهمو موضوعاتو لکه د IT د خپلواکه امنیتي کړنو او د عمومي IP له لارې ICBS ته د لاسرسۍ زیانمننې او د ډیټابیس بیاکتنې په اړه خبرې اترې شوي دي.

 د داخلي څېړنې کمیټې لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د سپارښتنو د یوې برخې په توګه، د ټولو ناظر ادارې لخوا د راپورونو د تعقیبولو میکانیزم چمتو او د څېړنې کمیټې لخوا تائید شوی دی. د یادولو وړ ده چې داخلي څېړنې په ۲۰۱۷ کال کې د خپل کلني پلان ۸۸ سلنه تطبیق کړی دی. د هېواد په ځینو سیمو کې د ناسمه وضعیت او د امنیتي ستونزو له امله چې پکې څېړنه ترسره شوې نه ده، د اړوندو ډلو لخوا د ساحې بهر ارزونه ترسره شوې ده.