د افغانستان بانک، IFC او حرکت ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان بانک د رهني پور ورکولو د قانوني اډانې د جوړیدو په موخه د IFC او حرکت ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د همکارۍ د دې هوکړه لیک د لاسلیکیدو پر مهال وویل:" استوګن ځایونو ته د هېوادوالو د اړتیاوو د زیاتیدو په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک هڅه وکړه څو د رهن سیستم یوې منظمې حقوقي اډانې ته چې د خلکو د اړتیاوو ځواب ویوونکی ووسي، لاسرسي ومومي چې په همدې موخه د رهني پور ورکولو لپاره د IFC او حرکت ادارې په همکارۍ سرهد اړینو مقررو او کړنلارو د جوړیدو په اړه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو، څو د پور ورکولو د سیستم په اړه اړینې مقررې او کړنلارې جوړې او د اسانتیاوو په درلودلو سره یو جامع سیستم رامنځ ته شي."

د دې هوکړه لیک په لاسلیکیدو سره به د افغانستان بانک د رهني پور ورکولو د آمریت کارکوونکو او د خصوصي بانکونو او مالي مؤسسو د پور ورکولو کارکوونکو ته د روزنې ترڅنګ د پور ورکولو لپاره د اړینو مقررو او کړنلارو د طرح او تدوین او د عامه پوهاوۍ د ورکشاپونو د جوړویدو زمینه برابره شي.