پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د ايشيا پسفيک د ټولنې په کلنۍ غونډه کې د افغانستان بانک عمومي رئيس ګډون
د افغانستان بانک عمومي رئيس ښاغلي نورالله دلاوري او ورسره پلاوي د ايشيا پسفيک په غونډه کې چې د چين په مکو ښار کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.د افغانستان بانک عمومي رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې د ايشيا پسفيک له رئيس او غړو څخه مننه وکړه او په ورته وخت کې د APG له دارالانشا او ډونرانو څخه يې په هېواد کې د پيسو د تطهير او د تروريزم د تمويل پر وړاندې د مبارزې د بهير د پياوړتيا په موخه له افغانستان سره د دوي له ملاتړه مننه او ستاينه وکړه.د افغانستان بانک عمومي رئيس زياته کړه: "ما لپاره د وياړ ځاي دي چې په افغانستان کې له هغه پرمختګونو څخه چې د پيسو د تطهير او د تروريزم د تمويل پر وړاندې د مبارزې د قوانينو د تصويب او توشيح په بهير کې شوي دي د ايشيا پسفيک ټولنې کلنۍ غونډې ته خبر ورکړم."همدا ډول ښاغلي نورالله دلاوري زياته کړه چې د پيسو د تطهير او د تروريزم د تمويل په وړاندې د مبارزې د قوانينو په تصويبيدو سره په تور لست کې د افغانستان د شامليدو مخه ونيول شو. او په کم وخت کې د يادو قوانينو تصويب او توشيح دا په ډاګه کوي چې افغانستان د خپلو ژمنو پر بنسټ د پيسو د تطهير او د تروريزم د تمويل پر وړاندې د مبارزې لپاره دقيق عمل کړي او همدا ډول هڅې دوام لري څو د دې دوو پديدو پر وړاندې د مبارزې په لاره کې ډېري لاسته راوړنې د افغانستان په برخه شي. د دې غونډې په دوام کې د افغانستان بانک عمومي رئيس د افغانستان لاسته راوړنو ته د درناوۍ له کبله د مالي اقداماتو له کاري ډلې(FATF) څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د ډاډ د ترلاسه کولو په موخه ياد شوي قوانين د روانې مياشتې په لومړيو کې د APG او RRG څيړنيزو ډلو سره شريک شوي دي خو د وخت د محدوديت له کبله د APG د څېړنې ډلې لا تر اوسه پورې موضوع په کره توګه څيړلې نه وه، په ځانګړې توګه د پيسو د تطهير او د تروريزم د تمويل موضوعات چې په نويو قوانينو کې په بشپړه توګه جرم ګڼل شوي دي.APG د 16 بنسټيزو سپارښتنو له ډلې څخه يوازې 5 سپارښتنې تر مطالعې لاندې نيولي او ډاډ لري.په پاي کې ښاغلي نورالله دلاوري وويل چې افغانستان تمه لري چې له APG او RRGسره د ګټورو اړيکو په پايله کې به پاتې نيمګړتياوې تر څېړنې لاندې ونيول شي او افغانستان به په پراخه توګه د منطبق او غاړه ايښودونکو اطاعت منونکي هېوادونو په کچه 16 اصلي او کليدي سپارښتنې ولري.