پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې اعلامیه
د مالي اقداماتو نړیواله ډله (Financial Action Task Force –FATF) یوه نړیواله اداره ده چې د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د ډله ییزې وژنې د وسلو د خپرېدو په وړاندې د مبارزې په ګډون د نورو اصلي جرایمو لپاره معیارونه ټاکي او د هغو هېوادونو څخه چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د دې ادارې غړیتوب لري، څارنه کوي. یاده ډله په کال کې درې ځله غونډه جوړوي او په ویل شویو برخو کې د بیلابیلو هېوادونو پرمختګونه تر کتنې او غور لاندې نیسي او په اکثریت رایې سره اړین ګامونه پورته کوي.
دې ډلې مخکې (۹+۴۰) سپارښتنې د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اصلي جرمونو په وړاندې د مبارزې د معیارونو په توګه ټاکلي وې چې وروسته بیا دا سپارښتنې سره یوځای شوې او اوس مهال یې شمېر ۴۰ معیاري سپارښتنو ته رسېږي چې ټول هېوادونه باید اړوندې سپارښتنې رعایت او تطبیق کړي. د دې ډلې د نړیوالو همکاریو کمیټه د ارزونې دوه طریقې لري (Technical Compliance & Effectiveness) چې په لومړي پړاو کې له تخنیکي پلوه د عملیاتي پلان د بشپړولو په اړه بحث او ورپسې د هغه د تطبیقولو اغېزناکي د ارزښت وړ ده. دې کمیټې په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان د تخنیکي ارزونې لاندې ونیوه او د ۱۶ بنسټیزو سپارښتنو په برخه کې یې افغانستان د دوامدارې ارزونې او راپور ورکونې تابع کړ.
د افغانستان د معاملو او مالي راپورونو د څېړنې مرکز د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۲ نیټه د پورته ۱۶ سپارښتنې د عملیاتي پلان د تطبیق په اړه د افغانستان حکومت د کړنو راپور د یادې ادارې سیمه ییزې ډلې ته وړاندې کړ. دې ډلې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۲۴ نیټه د یوې عمومي غونډې په اوږدو کې اعلان کړ چې د افغانستان حکومت خپل عملیاتي پلان له تخنیکي پلوه بشپړ کړی او لاندنی رسمي اعلامیه یې خپره کړې ده:
د ۱۳۹۵ کال د کب د شپږمې نیټې اعلامیه
"د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې راهیسې افغانستان سیاسي ژمنه کړې چې د مالي اقداماتو د نړیوالې ډلې او د آرام اقیانوس ډلې (APG) سره کار کوي او د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې مبارزه کې شته ستراتیژیکې ننګونې لرې کولو په موخه مرسته کوي. افغانستان خپل عملیاتي پلان چې: (۱) د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې د مبارزې په پالیسۍ او په عملیاتي کچه کې د همغږۍ د میکانیزمونو ورپېژندل، (۲) د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ تمویل جرم ګڼل، (۳) د شتمنیو د کنګلولو او مصادرې لپاره د قانوني زمینې برابرول، (۴) د مالي بندیزونو د تطبیق لپاره د چوکاټ جوړول، (۵) د کتنې او څارنې سیستم جوړول، (۶) د قانوني موقف او د مالي استخباراتو د ادارې د منابعو لوړول، (۷) او په پولو کې د اسعارو د کنټرول سیستم جوړول رانغاړي، له تخنیکي پلوه بشپړ کړي دي. د مالي اقداماتو ډله د اصلاحاتو د تطبیق بهیر د تاییدولو په موخه له افغانستان څخه لیدنه کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د هغو ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې اقدامات شوي چې مخکې پېژندل شوي وو".
تمه کېږي چې د یادې ډلې پلاوی په یو میاشت کې د افغانستان د حکومت له اړوندو ادارو څخه لیدنه وکړي او د پورتنیو سپارښتنو له تطبیق څخه د ډاډ د ترلاسه کولو په صورت کې د دې ادارې په راتلونکي غونډه کې چې د ۲۰۱۷ کال د جون میاشتې په پای کې جوړیږي، له خړ لست څخه د افغانستان د ویستلو په اړه پرېکړه وکړي.