د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز او د چين د پیسو مینځلو په ضد د څار او شننې مرکز ترمنځ د همکاریو تړون لاسلیک شو

د مالي اقداماتو اداره (FATF) اړ دی ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د هر هیواد واکمن مقامات د پیسو مینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او ددې پورې تړلي جرمونو په اړه د قانون په چوکاټ کې په خپله خوښه او یا هم د غوښتنې سره سم پراخه پیمانه په چټک او اغیزناک ډول د معلوماتو په ورکولو کې یو له بل سره مرسته وکړي. هر هیواد باید خپل با صلاحیته مقاماتو ته واک ورکړي ترڅو له یو بل سره د همکاریو په برخه کې له غوره لارو چارو څخه ګټه پورته کړي. واکمن مقامات که دوه اړخیزه او یا هم څو اړخیزه تړونونو لکه تفاهملیکونو ته اړتیا ولري نو باید په مناسب وخت کې د زیاتو بهرنیو مماثلو ادارو سره یې په اړه خبرې اترې ترسره او لاسلیک کړي.

د افغانستان د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخننیوي قانون (31) یودیرشمه ماده د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې په مرکز ټینګار لري ترڅو له خپله آنده او یاهم د غوښتنې سره سم د ټولو هغه مماثلو ادارو سره چې یوشان وظیفې ترسره او د معلوماتو محرمیت ته تابع وي د متقابل عمل او یا هم د دوه اړخیزه تړون پر بنسټ معلومات شریک کړي.

د غوره نړیوالو لارو چارو په خپلولو او د ملي قانوني قاعدو په عملي کولو سره د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز (FinTRACA) آمر، ښاغلي نثار احمد یوسفزي او د چین جمهوریت د پیسو مینځلو په ضد د څار او شننې مرکز (CAMLMAC) آمر ښاغلي لو یوبینګ ترمنځ د پیسو مینځلو، ترهګرۍ د تمویل او نورو جرمونو په تړاو د معلوماتو د شریکولو تړون لاسلیک شوو.

یاد تړون به د دواړو هیوادونو مالي استخباراتي واحدونه اړ کړي ترڅو د معلوماتو په راغونډولو، شننې او د معلوماتو په تبادله کې یو له بل سره له خپله آنده او یا هم د غوښتنې په اساس همکاري وکړي.

دغه تړون د دواړو لورو د قانون په چوکاټ کې د همکاریو او دوه اړخیزه ګټو د روحیې پر بنسټ لاسلیک شوی ترڅو د نړیوالې ټولنې سره یو ځاې کیدو، په سیمه کې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل سره مبارزه وکړي.

د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز (FinTRACA) د اگمانـټ ګروپ ( د مالي استخباراتو د واحدونو ډلې ) غړیتوب لري او تر دې دمه یې د څوارلس بهرنیو هیوادونو د مالي استخباراتو واحدونو سره د دوه اړخیزه همکاریو تړونونه لاسلیک کړي. د تړونونو د کتلو لپاره لاندې بریښنایي ادرس ته مراجعه وکړی: http://www.fintraca.gov.af/InternationalMOUs.html

د دوه اړخیزو همکاریو دا تړون د 2017 میلادي کال په فبروري کې د پوسټ له لارې لاسلیک شو.