په افغانستان کې د پیسو د وینځلو او د تروریزم د تمویل د لمنځه وړلو په برخه کې یو بل اغیزناکه ګام

کابل، ۱۳۹۳ د مرغومې ۳۰- د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د پیسو د وینځلو او د تروریزم له تمویل سره د مبارزې په موخه دا ځل د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت د عامه خدمتونو له برخې سره د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي خان افضل هډه وال د دې تړون د لاسلیکولو پر مهال زیاته کړه چې د پیسو وینځل او د تروریزم تمویل په هېواد کې د اقتصادي ودې او پراختیا په لاره کې یوه جدي ننګونه ده او پر وړاندې مبارزه اړینه بریښي.

ښاغلي هډه وال له دې ننګونې سره د مبارزې په موخه د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ دا تړون لیک، په هېواد کې د پیسو د وینځلو او د تروریزم د تمویل د له منځه وړلو په برخه کې یو اغیزناکه ګام په ګوته کړ. 

په تړون لیک کې راغلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت به افغانستان سره د پیسو د وینځلو او د تروریزم له تمویل سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي او د عامه پوهاوۍ کمپاین به د افغانستان بانک په ګډه همکارۍ په ټول هېواد کې عامه خلکو، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او صرافانو لپاره په لار واچوي تر څو د هېواد مالي سکتور د پیسو د وینځلو او د تروریزم د تمویل له خطره خوندې پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې دا بهیر به د رسالو په چاپولو او د راډیوي پیغامونو په خپرولو سره د ۲۰۱۵ کال په ترڅ کې د نهو میاشتو لپاره دوام کوي.

دا پروژه د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت په مالي مرسته ترسره کیږي خو د تبلیغاتي پروګرامونو منځپانګه به یې د افغانستان بانک او یا د دې بانک د استازي په مشورې او تر نظر لاندې چې د مالي راپورونو او معاملو د څېړنې مرکز دی، ترسره کیږي.

دا تړون لیک د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي خان افضل هډه وال لخوا د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت د عامه خدمتونو د برخې له مسؤول ښاغلي ویلیم ان ریان سره لاسلیک شو.